hero-header

لومړۍ فورمه چې تاسو یې په questura کې د خپل پناه غښتنې د رسمي کولو لپاره ډکه کړئ د C3 فورمه ده.

په هرصورت، ځینې questura به له تاسو وغواړي چې د C3 فورمې د ډکولو دمخه د "foglio notizie" په نوم فورمه ډک کړئ.

د "foglio notizie" فورم عموماً هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په بحر یا سمندر کې ژغورل شوي وي او لومړنیو مرستو مرکز(hotspot) ته راوړل شوي وي. د hotspots په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

کله چې تاسو ایتالیا ته ورسیږئ، څه پوهیدل اړین دي

که تاسو ته د "foglio notizie" ډکولو لپاره ووایی، تاسو باید خپل شخصي معلومات او هغه دلایل چې تاسو ایتالیا ته راغلي یاست، شامل کړئ. دلته د دې سند دوه مثالونه دي:

foglio notizie 2

foglio notizie1

په "foglio notizie" فورم کې دا خورا مهم دی چې د "پناه" یا "نړیوال خوندیتوب" انتخاب غوره کړئ او هېڅکله د "زده کړي"، "کار"، "دندې" یا ورته کلمې غوره نه کړئ.

که د "پناه" یا "نړیوال خوندیتوب" انتخاب شتون ونه لري، نو که ممکن وي، ولیکئ چې تاسو ایتالیا ته د "پناه غوښتنې" یا "نړیوال خوندیتوب غوښتنې" لپاره راغلي یاست.

که تاسو نه پوهیږئ چې په فورمه کې څه ولیکئ، یا که یو چارواکي له تاسو څخه د هغه څه ډکولو غوښتنه وکړي چې تاسو ورسره موافق نه یاست، تاسو حق لرئ چې فورمه لاسلیک نه کړئ.

questura دا فورمه د اقتصادي کډوال یا مهاجرینو او د پناه غوښتونکو د جلا کولو لپاره کاروي.

که چارواکي تاسو د اقتصادي کډوال په توګه وپیژني، دوی به په ایټالیا کې ستاسو د پناه غوښتنه رسمي نه کړي او دوی به تاسو ته د اخراج حکم درکړي.

که تاسو د اخراج حکم ترلاسه کړئ، تاسو کولی شئ په ۲۰ ورځو کې د دې پریکړې پر وړاندې استیناف یا اپیل وکړئ. د دې لپاره، تاسو کولای شئ له یو وکیل سره اړیکه ونیسئ.

که تاسو د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنه کوئ مګر د یو خوندي اصلي هیواد څخه یاست

که تاسو له ۱۹ هغه هیوادونو څخه چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د «خوندي اصلي هیوادونو» په توګه ټاکل شوي (د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د ۲۳ فرمان له مخې) ایټالیا ته راشئ — په دې کې آلبانیا، بنګله دېش، مصر، مراکش او تونس شامل دي — تاسو لا هم کولی شئ د نړیوالې خونديتوب لپاره غوښتنلیک وکړئ. خو که تاسو د زیان منونکو په توګه ونه ګڼل شئ، پاسپورت ونه لرئ، او د پناه غوښتنې په پروسه کې اقتصادي مرسته نه شئ کولای، تاسو د چټکې (accelerated) سرحدي پروسې سره د نیول کېدو په خطر کې یاست.

دا چټکه پروسه پر دې فرض ولاړه ده چې د دې هیوادونو وګړي عموماً په خپل هېواد کې له تعقیب یا جدي خطر سره مخ نه وي. که څه هم قانون د ټولو لپاره د پناه غوښتنې حق تضمینوي، که تاسو له دې هیوادونو څخه یاست، باید قوي شواهد وړاندې کړئ چې تاسو په خپل اصلي هېواد کې د ریښتیني او ځانګړي خطر سره مخ یاست. پرته له دې شواهدو، ستاسو غوښتنلیک احتمالاً د «کاملاً بې اساسه» (manifestamente infondata) په توګه رد شي.

مهمه یادونه: د سترې محکمې د پرېکړې نمبر ۱۱۳۹۹/۲۰۲۴ په اساس، که د یوې خوندي اصلي هېواد څخه یو کس د سیمه ییزې کمېسیون د پرېکړې پر ضد چې غوښتنلیک یې «کاملاً بې اساسه» ګڼلی وي اعتراض وکړي، د کمېسیون پرېکړه په اوتومات ډول ځنډول کېږي که ثابته شي چې سیمه ییز کمېسیون ټول هغه ګامونه چې د چټکې پروسې لپاره اړین دي نه دي مراعات کړي یا په پرېکړه کولو کې یې ډېر ځنډ کړی وي.

د دې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د اصلي خوندي هیوادونو

ایازه کولی شم اعتراض یا اپيل وکړم که زما غوښتنلیک «کاملاً بې اساسه» (manifestamente infondata) وګڼل شي؟

که تاسو د سیمه ییزې کمېسیون د پریکړې سره موافق نه یاست، کولی شئ له یوه قاضي څخه وغواړئ چې دا بیا وڅیړي. د دې لپاره تاسو د یو وکیل ملاتړ ته اړتیا لرئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تاسو د پریکړې په اړه د بیاکتنې یا اپیل کولو لپاره اعظمي حد ۳۰ ورځې لرئ. وروستۍ نیټې (د قضیې پراساس ۳۰ یا ۱۵ ورځې) معمولا د پریکړې په پای کې مشخص کیږي.

که تاسو پریکړه وکړئ چې د وروستۍ نیټې دننه د پریکړې په اړه اپیل ونه کړئ، د ایټالیا چارواکي ممکن له تاسو څخه وغواړي چې هیواد پریږدئ.

د اخراج حکم په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:د اخراج حکم

د چټکې پروسې په جریان کې د نیول کېدو د مخنیوي لپاره مالي تضمین

که ستاسو غوښتنلیک د چټکې پروسې لاندې وڅیړل شي او تاسو د توقیف سره مخ شئ، په یاد ولرئ چې توقیف باید د قاضي لخوا تایید شي او تر۴ اونیو پورې دوام کولی شي.

مالي تضمین د ۲،۰۰۰ تر ۵،۰۰۰ یورو پورې (همدارنګه د دریمې ډلې لخوا) کولی شي د نیول کېدو مخه ونیسي. د ۲۰۲۴ کال د جون فرمان پولیسو (Questura) ته اجازه ورکوي چې دقیق مقدار وټاکي.

تر اوسه دا اقدام یوازې په څو کسانو باندې تطبیق شوی، او ځینې قاضیانو غوښتنلیک ورکوونکي خوشې کړي دي. همدارنګه پام وکړئ چې پولیس پناه غوښتونکي په مرکزونو کې د پیسو غوښتلو یا بیرته هېواد ته لېږلو لپاره نه نیسي.

که تاسو اغېزمن شوي یاست، له یو وکیل سره اړیکه ونیسئ.